IQNA

د «اِنَّ الْحُسین مِصباحُ الْهُدی»  حدیث طلائي کول زما د هنر د پرمختګ ټکی ؤ

8:26 - April 13, 2023
د خبر لمبر: 3487177
ایکنا-(تهران) د افغانستان د ژېړو یا طلائي کارونو (gilding artist) مشهوره هنرمنده میرمن شکیلا عالمی چې د تهرا د قرآن  ددیرشم نړیوال نندارتون په نړیوالې څانګې کې ئې خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي ، ووئيل،د امام حسین علیه السلام په باب د یوه حدیث تذهیب  د ما د مشهورتیا او پرمختګ ټکی دی.

 د افغانستان د زیّړو مشهورې هنرمندې (gilding artist) په تهران کې د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون په څنډې کې  له ایکنا سره په خبرو کې د خپل هنر او آثارو په باب مفضلې خبرې وکړې او ددې خبرې په کولو سره چې دمګړئ د ایران د اسلامی جمهوریت د مصحف په څانګې کې د  خطي قرآنونو  او کتابونو  دتذهیب په برخې کې فعالیت کوي، ووئيل، سږکال په دغه نړیوال نندارتون کې  د افغانستان په سټال کې د خپل هیواد د مُذهب په توګه ګډون کوي.

هغې ددې خبرې په کولو سره چې خپل آثار ئې د ایټالیا او متحده عربی آماراتو کې ددوبئ پشمول  نورو هیوادونو  او ښارونو ته د خرڅلاؤ لپاره صادر کړي دي،ووئيل؛ د ایران په داخل کې هم ډير نندارتونونه ترسره شوي دي او همداراز د یو شمیر ایرانو او د افغانستان د مهاجرو هنرغواړو  د ؛ شه مامه ؛ په نامې سره د انجونو ډلې سرپرسته ده  او هرکال د تذهیب نندارتون جوړوي.

چهارشنبه//تذهیب حدیث «اِنَّ الْحُسین مِصباحُ الْهُدی» نقطه جهش و معروفیتم بود

میرمن عالمي  د خپل هنر په پرمختګ  او لور نیونې  کې د خپل بدلانه پيچومی د یوه حدیث تذهیب کارۍ (ګلډینګ) کار وباله او وې وئيل، ما،ددغه حدیث یعني  «ان الحسین مصباح الهدی و سفینه النجاة:  یعني امام حسین د هدایت مشال او د نجات کشتۍ ده ،  په  تذهیب کولو سره د خپل هنر پرمختګ تجروبه کړ او په همدغه کار سره مشهوره شوم او دغه تذهیب کارۍ وروسته  مختلفو هیوادونو  زما آثار  د بینریا پوسټر په بڼه واخستل  او پخپلو کورونو کې ئې ولګول.

چهارشنبه//تذهیب حدیث «اِنَّ الْحُسین مِصباحُ الْهُدی» نقطه جهش و معروفیتم بود

هغه ددې خبرې په کولو سره چې په سږکال دغه نړیوال نندارتون کې مو د جاپان ،پاکستان او هندوستان هیوادونو څخه ډير مراجعه کونکي درلودل، ووئيل، دوي د ایران د اصیل هنر په توګه د تذهیب هنر له زده کولو سره ډیره دلچسپي ښودلې ده او له لیدونکو او مراجعه کونکو سره  دبلدیا لپاره د نندارتون د ترسره کیدا نیټه کافي نه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4133344

 

captcha